مولوي عبدالکبير د کار په موندلو او بهر ته د ځوانانو د مهاجرت په مخنيوي ټينګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د ځوانانو لپاره د کار موندلو او بهر ته د هغوی د مهاجرت پر مخنیوي ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت نن سه شنبه د لړم په لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او مل پلاوي سره وکتل.

مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د وروستیو پرمختګونو په اړه سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، یاده اداره د یوې نوښتګرې او کار پنځونکې ادارې په توګه هوډ لري، مسلکي زده کړې اعتبار لرونکي، باثباته او د اوسنیو شرایطو د غوښتنو مطابق مدیریت او ښوونیز نظام ته د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پراختیا ورکړي. 

هغه زياته کړه، یاده اداره په هیواد کې ۳۷۷ مرکزونه لري، چې  په ۱۱۱ بېلابېلو حرفوي او اساسي څانګو کې د ټولنې او بازار د اړتیا سره سم مسلکي او ماهر کاري ځواک روزي؛ دا مهال پکې اتیا زره کسان په زده کړو بوخت دي.

شهامت وويل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي په کمه موده کې له حرفوي او تخنیکي زده کړو فارغ مسلکي کسان د کاربازار ته وړاندې کړي، چې له یوې خوا به په افغانستان کې مسلکي کسانو ته د زده کړو او کار زمینه برابره او له بلې خوا به د افغان ځوانانو د مهاجرت مخه ونیول شي.

د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت د ټولو دولتي او خصوصي ادارو ملاتړ کوي او ټول ملت ته خدمت کول خپل مسوولیت ګڼي.

د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په افغانستان کې ځوانانو ته د کار موندنې او د افغان ځوانانو د مهاجرت پر مخنیوي ټینګار وکړ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو د لا ګړندیتوب او بهبود په موخه یې ښاغلي شهامت ته ځینې لارښوونې هم وکړې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .